د هرات د اطلاعات او کلتور ریاست د ترکیې د همغږۍ او همکارۍ ادارې (ټیکا) په همکارۍ د سیاحت اونۍ په مناسبت د هنري اثارو او لاسي صنایعو ۷ ورځنی نندارتون جوړ کړ.
د هرات د اطلاعات او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي ویلي، په دغه نندارتون کې په دوه جلا برخو کې د ښځو او سړیو هنري اثار او لاسي صنایع په ۱۰۰ عرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
ښاغلي متقي د دې نندارتون جوړول د سیمهییزو هنرمندانو او صنعتکارانو ملاتړ ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول د فرهنګ او محلي هنر غوړېدا او د سیاحت د پرمختګ زمینه برابروي.

