د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس محمد ذاکر جلالي ویلي، د افغانستان او امريکا په دوه اړخيزو اړيکو کې په لوړه کچه ناستې او د بنديانو خوشي کولو سره د دې زمينه برابرېدای شي، چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ، په نورو برخو کې د اړيکو پراختيا ته لاره پرانیستل شي.
ښاغلي جلالي زیاته کړې، دواړه لوري دغه درک ته رسېدلي او په دې لټه کې دي، چې د بنديانو موضوع په مناسب ډول حل شي او پر نورو برخو خبرې دوام پيدا کړي.
د نوموړي په وینا، د افغان او امریکایي لوري د واقعیتونو او حساسيتونو دغه درک د تعامل له راتلونکو پړاوونو سره مرسته کولای شي.

