ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره ورځ د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږترلږه ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، صهیونیستي رژیم پر غزه تړانګه د بریدونو د درولو په اړه د ډونالډ ټرمپ غوښتنه له پامه غورځولې او تېره ورځ (یکشنبه، د تلې۱۳) د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله په دې سیمه کې ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي.

ورته مهال د غزې حکومت د رسنیو دفتر ویلي، چې له دوه زره او ۷۰۰ زیاتې کورنۍ چې له اته زره او ۵۰۰ زیات کسان کېږي، د غزې د دوه کلنې جګړې پرمهال د نفوسو د ثبت له لېست څخه محوه شوې دي.

همدرانګه په دې موده کې لږ‌ترلږه یو زرو او ۱۵ هغه ماشومان چې عمرونه یې د یو کال نه کم و، ۶۷۰ روغتیایي کارکوونکي، ۲۵۴ خبریالان او ۱۴۰ د ملکي دفاع د ژغورنې کارکوونکي شهیدان شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسرائیلي اشغالګرو د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۶۷ زره او ۱۳۹ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹ زره او ۵۸۳ نور ټپيان شوي دي.