د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت له یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې شیخ ولي الله فقیري د نورو په استازیتوب خبرې کړي او د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته یې په جوزجان ولایت کې د ښوونې او روزنې، دیني مدرسو، ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
نوموړي د خلکو د ستونزو د تشخیص او حلولو په برخه کې له ځنډ پرته د اسلامي امارت د محلي مسولینو په زحمتونو خوښي ښودلې او ویلي یي دي، د هېواد علما د عامه اذهانو روښانولو او ښوونې او روزنې د پراختیا په برخه کې خپل کوښښونه نه درېغوي.
ښاغلي فقیري د اسلامي امارت له رهبري څخه غوښتي، چې د یاد ولایت ښوونې او روزنې، دیني مدرسو، خلکو ته د شغلونو موندلو او د پراختیایي پروژو تطبیق ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له یادې لیدنې خوښي ښودلې او ویلي يي دي، اسلامي امارت د هېواد په ټولو برخو کې د ښوونې او روزنې، اقتصادي ودې او خلکو ته د شغلونو د موندلو، د هغوی د ستونزو په حلولو او د پراختیایي پروژو په تطبیق کې تر خپله وسه کوښښ کوي.
نوموړي همدارنګه د هېواد له علماوو غوښتي، چې د ټولنې د ټولو اقشارو د یووالي په برخه کې هلې ځلې وکړي.