ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ښرنې – اورګون پر مسیر د ۵۰ متره استنادي دیوال د رغولو چارې پیل شوې

د ټولګتو وزارت لخوا د ښرنې – اورګون سړک د خوندیتوب په موخه د یاد سړک په اوږدو کې د ۵۰ متره استنادي دیوال رغولو چارې د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په ارزښت سره پیل شوې.
د دغه استنادي دیوال کار له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی دی، چې لګښت یې د پکتیکا ولایت له لوري ورکول کېږي.
یاد شرکت وايي، چې دغه استنادي دیوال به د ۲۰ ورځو په موده کې بشپړ شي.
دغه استنادي دیوال د ورستیو سیلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې په رغولو سره به یې د سړک له نور وجاړیدو څخه مخنیوی وشي.