د افغانستان بانک د رییس نور احمد اغا په مشرۍ د دې بانک عالي شورا غونډه وکړه.
د غونډې په پیل کې، د افغانستان بانک رییس د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکوالۍ سکتور د عمومي وضعیت، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا د هڅو، د صرافیو او پولي خدمتونو د فعالیتونو د میکانیزه کولو او مالي خدمتونو ته د خلکو د اسان لاسرسي په اړه مفصلې څرګندونې وکړې.
نور احمد اغا ویلي، چې په تېر یو کال کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د بانکونو د شتمنیو، مدیریت او نقدینګۍ وضعیت په وروستیو میاشتو کې د پام وړ ښه شوی دی.
وروسته د افغانستان بانک اړوندو سکتوري امریتونو د ۱۴۰۳ لمریز کال د وروستیو شپږو میاشتو د اجرااتو راپورونه وړاندې کړل.
په دغو راپورونو کې د پولي سیاستونو د تطبیق، د بانکي سکتور د پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د ودې، د اداري چارو او د اداینو د سیستم د پرمختګ په اړه تفصیلي معلومات شامل وو. دغه راز دې غونډه کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د پلانونو او ستراتیژیکو لومړیتوبونو په اړه هم بحث شوی دی

