د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازادو زونونو نړیوال سازمان په یوولسمه نړیواله کنګره کې د ګډون په موخه چین ته سفر وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دغه کنګره د روان کال د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۲مې د چین په هاینان ولایت کې ترسره کېږي، چې موخه یې د ازادو زونونو ارزونه، د همکاریو پراختیا، او د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړي کول دي.
د یاد وزارت په وینا، ښاغلی عزیزي به له ګډون کوونکو هېوادونو سره هم دوه اړخیزې لیدنې وکړي.

