د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له مرستیال ژاني بیک تایزانوف، د صنعت او ساختمان مرستیال شارخان ایران او یو شمېر نورو قزاقستاني چارواکو سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د اړیکو د ټینګښت، دوه اړخیزې سوداګرۍ او د جیولوجیکي اکتشاف او نورو اړونده موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې، د قزاقستان د صنعت او ساختمان وزارت مرستیال ویلي چې د دې هېواد یو شمېر د کان کېندنې شرکتونه غواړي، د افغانستان پر کانونو په ځانګړې توګه د سرو زرو او مسو کانونو باندې پانګونه وکړي.
بل لوري د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال هم د کانونو په بدل کې له تورغونډۍ څخه تر هرات پورې د رېل پټلۍ د جوړېدو وړاندیز د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره شریک کړی دی.
ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت د پانګونې په برخه کې د قزاقستان پلاوي د لیوالتیا هرکلی کړی او ډاد یې ورکړی، چې د کانونو د قانون او کړنلارې مطابق به ورسره همکاري وکړي.

