د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې حماس او اسرائیل د نوموړي د وړاندیز شوي سولې پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې.
ټرمپ د تروت سوشل په یوه پوسټ کې ویلي: “زه ډیر ویاړم چې دا اعلان کوم، اسرائیل او حماس دواړو زموږ د سولې پلان لومړی پړاو لاسلیک کړی دی.”
د ټرمپ په وینا، د سولې په لومړي پړاو کې د ټولو بندیانو خوشې کول او تر هوکړه شوې کرښې د اسرائیلي ځواکونو شاتګ شامل دی.
ورته مهال بل منځګړي هېواد قطر اعلان کړی، چې د دې هوکړې نور جزییات به وروسته شریک شي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په غزه کې د اوربند د ټینګښت په موخه د شوې هوکړې هرکلی کړی.
ګوترېش پر خپله ایکس پاڼه د دې هوکړې کولو لپاره د امریکا، قطر، مصر او ترکیې له منځګړیتوبه مننه کړې.
نوموړي دغه راز غزې ته په بیړني ډول او له خنډ پرته د بشردوستانه مرستو او سوداګریزو توکو پر لېږد ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې له دې فرصت څخه د فلسطین خاورې د اشغال د پای ته رسولو او د فلسطیني ولس د ځانبېلتون حق پېژندنې برخه کې ګټه واخلي.

