د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار د یاد ریاست د فرهنګ او هنر امر مولوي درمحمد فدایي او د موزیم عمومي مدیر اغامحمد خوشه زاده په ملتیا د غزنویانو د دورې اړوند د څلو او زاړه ښار له بالابین برجونو د بیارغونې چارو څخه څارنه او ليدنه کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د تاریخي ابدو د بیارغونې په چارو کې د کار پر ښه کیفت ټینګار کړی او ویلي يي دي، چې هېڅ ډول بې کیفیته کار د تاریخي ابدو په بیارغونه کې د منلو وړ نه دی.
ملا حمیدالله نثار تاریخي ابدات د ټولو هېوادوالو ګډ ویاړ، تاریخي او ملي شتمني بللې او د ښې ساتنې او پالنې غوښتنه یې کړې.