د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د چين له سفير جاو شينګ سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې د رياست الوزرا اداري مرستيال ښاغلي جاو شينګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ هيله وښوده، چې په افغانستان کې د نوموړي ماموريت به د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو پياوړتيا کې اغېزمن رول ولوبوي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چين د تاريخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښې اړیکي پاللې دي او اسلامي امارت يې د دوام هيله لري.
د اسلامي امارت پاليسي د متقابل احترام او د يو بل په چارو کې د نه مداخلې پر اساس له ټولو ګاونډيو په ځانګړي ډول چين سره د دوه اړخيزه اړيکو دوام دی.
ښاغلي حنفي زياته کړې، موږ د یو چین حمایت کوو او د چين يو کمربند – يوه لار پروژه تاييدوو او افغانستان هڅه کوي د مختلفو دهليزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، چې د افغانستان خاوره د هيچا امنیت پر ضد نه کارول کېږي او رامنځته شوو مناسبو شرایطو ته په اشارې يې چينايي او افغان سوداګرو ته د سوداګريزو فعاليتونو د لا زياتو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټينګار وکړ.
ځیني هېوادونه د افغانستان د بدنامولو لپاره منفي تبلیغات کوي، خو په افغانستان کې د چين حضور او همکارۍ دغه تبليغات ناسم ثابت کړي دي او نړۍ ته د افغانستان د واقعي تصوير په وړاندې کولو کې يې د چين دريځ وستايه.
د چين سفير ښاغلي جاو شينګ په افغانستان کې د خپلې دندې پر پيلېدو خوښي وښوده وې ويل، د چين تاريخي او ښې اړيکې به دوام کوي او د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته افغانستان په ټولو برخو کې ښه پر مخ روان دی.
د چين سفير د سرتاسري امنيت ستاينه وکړه او زياته يې کړه، د متقابل احترام او نه مداخلې پاليسۍ پر اساس له اسلامي امارت سره په مختلفو برخو کې مخته تګ کوو.
د چين سفير اسلامي امارت ته له خپل لوري د هر ډول همکاريو د ډاډ ترڅنګ ویلي، موږ په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات پلويان يوو او په لويو اقتصادي پروژو کې د افغانستان د شاملولو لپاره په ګډه کار کوو.