ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین کې د ازادو زونونو سازمان نړیوال کانګرس؛ نورالدین عزیزي د تلپاتې اقتصادي ودې لپاره د ازادو زونونو پر رول ټینګار کړی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په چین کې د ازادو زونونو سازمان په نړیوال کانګرس کې په خپله وینا کې د اقتصاد او سوداګرۍ ودې او پایښت لرونکې پراختیا ته د رسېدو برخو کې د ازادو اقتصادي زونونو پر اساسي رول ټینګار کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په بدلېدونکې نړۍ کې د ډیجیټلي حل‌لارو پر اساس د سوداګرۍ د بیا ارزونې په اړه د ازادو زونونو د نړیوال سازمان غونډه د دغه وزارت د وزیر نورالدین عزیزي په ګډون ترسره شوه.

ښاغلي عزیزي په دې غونډه کې په خپله وینا کې د اقتصاد او سوداګرۍ ودې او دوامداره پراختیا ته د رسیدو لپاره د ازادو اقتصادي زونونو پر اساسي رول ټینګار کړی دی.

نوموړي په ​​افغانستان کې د ځانګړو اقتصادي زونونو د پراختیا لپاره عملي حل‌لارو ته اشارې سره ویلي، د ډیجیټلي زیربناوو پراختیا، د خصوصي سکتور پیاوړتیا او د سیمه‌ییزې همکارۍ همغږي او پیاوړتیا په دې برخه کې اساسي محورونه دي.

نورالدین عزیزي د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر پروګرامونو ټینګار کړی او د هغه په پلي کولو کې د نړیوالو سازمانونو رول مهم بللی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې په یادې غونډې ګډونوالو هم د الکترونیکې سوداګرۍ له لارې د ازادو زونونو د پراختیا په اړه خپل نظرونه او تجربې شریکې کړې او د دوامداره پراختیا موخو د ترلاسه کولو لپاره یې د نویو ټکنالوجیو پر کارولو ټینګار کړی دی.