ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان له بنګله‌دېش د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان او بنګله‌دېش تر منځ د درېيو يو ورځينو سياليو دویمه لوبه کې هم افغانستان بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه او له دې سره یې دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

 د لوبې پچه د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي وګټله او خپله یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاګل شویو ۵۰ اورونو کې، د ابراهیم ځدران د ۹۵، نبي عیسی خېل او الله محمد عضنفر ۲۲ -۲۲، ننګیال خروټي ۱۳ او د رحمن الله ګربز د ۱۱ منډو پر مټ بنګله‌دېشۍ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې د بنګله‌دېش لوبډلې لپاره مهدي حسن مېراز درې، تنظیم حسن ثاقب دوه، رشاد حسین دوه او تنویر اسلام یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې بنګله‌دېش لوبډله ونه توانېده، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله یې یوازې د ۱۰۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

بلخوا بیا د افغان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې راشدخان پینځه، عظمت الله عمرزي درې او ننګیال خروټي یوه ویکټ واخیسته.

ابراهیم ځدارن د ۹۵ منډو پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی او راشد خان په پینځو ویکټو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی شو.

همدارنګه له بنګله‌دېش سره تر سياليو وروسته افغان لوبډله زېمبابوې ته سفر کوي او ټاکل شوې هلته يوه ټېسټ لوبه او درې شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

دا لوبې به د هراري سپورټس کلب په لوبغالي کې کېږي. دا لومړی ځل دی چې د هرارې لوبغالی له څلورو کلونو وروسته د ټېسټ لوبې کوربه توب کوي.