دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ملي ټیم مشر، د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت د امنیت او سرحدونو چارو رییس په ګډون یې افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد له سفیرې نتالیا کوینتاویل او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
ښاغلي شاهین زیاته کړې، په یاده لیدنه کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو، په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت پر مخنیوي او د روږدو کسانو پر درملنه خبرې شوي.
نوموړي د اسلامي امارت له لوري د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هڅو په پراخولو او ګړندي کولو ټینګار ترڅنګ په نړیواله ټولنه غږ کړی چې، بزګرانو ته د بدیلو کرنیزو پروژو په چمتو کولو سره د دغه کمپاین په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.