ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پهلوانۍ ملي لوبډلې د پهلوانۍ ۳۶ پړاو نړیوالو سياليو په انفرادي  برخه کې درېیم مقام خپل کړ

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست وایي، چې د پهلوانۍ ملي لوبډلې د `محمد ابراهيم مصطفی`په نوم د پهلوانۍ ۳۶ پړاو نړیوالو سياليو په انفرادي  برخه کې دوه د سرو رزو، درې د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونه وګټل او په ټیمي برخه کې د درېیم مقام ګټونکي شوه.

همدارنګه، له دغو سیالیو څخه د ځوانانو په کټګورۍ کې هم افغان ورزشکارانو په انفرادي برخه کې څلور د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه ګټلي وو او په ټیمي برخه یې لومړی مقام خپل کړی و.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د ۱۱هېوادونو په ګډون د مصر هېواد په اسکندریه ښار کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۹مه پيل شوې وې او تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي.