روزګان ولایت کې د سیدانو او شیرو کلیو اړوند د درې زره او ۸۹۱ ټرسونو او د بومي کلي د کانال او سیفون د جوړولو پروژو چارې پیل شوي.
د یاد ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د سیدانو او شیرو کلیو اړوند د درې زره او ۸۹۱ ټرسونو او د بومي کلي د کانال او سیفون د جوړولو چارې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل تخنیکي ټیم او د افغان پرمختیایې موسسې د ولایتي مسول په شتون کې پیل شوي.
یادې پروژې د افغان پرمختیایې موسسې په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي، چې په پلي کیدو سره یې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې.