ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په لومړي ځل هېواد کې د ‘ډي‌این‌اې’ معایناتو لابراتوار پرانیستل شو

عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل هېواد کې د “ډي‌این‌ای” معایناتو لابراتوار پرانیست.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې د دې څانګې په فعالېدو سره به د عدلي طب په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي جلالي زیاته کړې، وروسته له دې به د هغو جسدونو پېژندنه اسانه شي، چې د ظاهري بڼې له مخې یې تشخیص ستونزمن وي.

د دې وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ویلي، ژمن دي چې په هېواد کې د “ډي‌این‌ای” معایناتو لابراتور د پراختیا لپاره اړینې تخنیکي، مالي او انساني سرچینې برابرې کړي.