ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان، ازبیکستان او متحده‌عرب اماراتو ترمنځ درې اړخيزه غونډه شوې

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حميدالله اخندزاده، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدين دلاور، د اوسپنۍ د پټلۍ رییس بخت الرحمن شرافت او د ازبیکستان هېواد د ټرانسپورټ وزير الهام محکموف، د کانونو وزير بابر اسلاموف او همدارنګه د متحده عربي امارتو يو لوړپوړي پلاوي تر منځ درې اړخيزه غونډه د کابل نړيوال هوايي ډګر کې شوې.

په دې غونډه کې د افغانستان د کانونو د استخراج، د واټ ټرانسپورټ، ټرانزيټ او د اوسپنې پټلۍ په پراختيا او همدارنګه د سويلي او منځنۍ اسيا د وصل په تړاو مهمې خبرې اترې وشوې.

 دا په داسې حال کې ده، چې مياشت مخکې هم د ازبیکستان يو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راغلی و، د تورخم  سربېره يې له ځينو نورو ټرانزيټي سيمو ليدنه کړې وه او په دې برخه کې په لا نورو ګډو همکاريو ټينګار شوی و.