ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سنیزا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د روغتیایي مراکزو د درملو برخې په منظم تمویل، د روغتیایي پروژو او خدماتو په برخه کې د همغږۍ زیاتولو، په هېواد کې د انتاني روغتونو تمویل، د افغان جاپان او انتاني روغتونونو د راډیولوژي مراکزو د خدماتو پر پیل، د ګرځنده خدماتو پر ځای ثابتو روغتیایي خدماتو ته لمړیتوب ورکولو، د میکروب ضد درملو (انټي بیاټیک) پر وړاندې د مقاومت اړوند سروی او عامه پوهاوي تر سره کولو، د هیپاټایټس ناروغانو د درملو او خدماتو اړوند خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي د نورو موضوعاتو تر څنګ ویلي؛ اړینه ده چې د تور زیړي ناروغانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دغه ‌راز، ښاغلي جلالي د میکروب‌ضد درملو پر وړاندې د مقاومت د سروې کولو پر اړتیا خبرې کړي او همدارنګه یې په هېواد کې د انتاني روغتونونو د تمویل او ارزښت یادونه کړې ده او دا کار یې د انتاني ناروغانو د درملنې لپاره اړین بللی دي.

 بل لور د روغتیا نړیوال سازمان استازي د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو اړوند د معلوماتو ورکولو سربېره په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې اړونده برخو کې به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږئ کړنې تر سره کړي.