د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د پوځ په یوه هوايي برید کې یې، چې د وینزویلا د سواحلو په اوږدو کې پر یوې کښتۍ شوی، شپږ کسان وژل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نشهیي توکو د لېږد له امله پر دې مشکوکه کښتۍ تېره ورځ (سې شنبه، د میزان ۲۲مه) برید شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا پوځ تر دې وړاندې هم د وینزویلا څو نورې کښتۍ د نشهيي توکو د لېږد له کبله په نښه کړې وې.

