د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور، د روسیې د انرژۍ اونۍ په نړیوال فورم کې ګډون وکړ.
یاد نړیوال فورم چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لوړپوړو دولتي چارواکو، پانګوالو او د انرژۍ د سکتور د متخصصینو په شتون کې ترسره شو، د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ، پانګونې، نوښتونو او د نوې ټکنالوژۍ د تبادلې لپاره یو مهم نړیوال فرصت بلل کېږي.
ښاغلي منصور د اوبو او انرژۍ وزارت د کړنو، لاسته راوړنو او د راتلونکو همکاریو په اړه ارزښتناک بحثونه وکړل او د ګډونوالو پام یې د افغانستان د انرژۍ پراخو ظرفیتونو او فرصتونو ته راواړاوه.
د دې ګډون موخه دا وه، چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو په برخه کې د نړیوالو همکاریو زمینه لا پراخه شي، د بهرنیو پانګوالو باور ترلاسه شي، او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره عملي لارې چارې رامنځته شي.

