ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د اطلاعاتو او کلتور له وزير سره لیدنه کړې

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ګیلس برتراند او مل پلاوي د اطلاعاتو او کلتور له وزير ښاغلي شيخ شیر احمد حقاني سره د لیدنه کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو د وضعيت او د دوی د پرمختګ او پياوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

دغه‌راز نوموړي د اروپايي ټولنې له لوري په افغانستان کې د تاريخي ابداتو، ښوونې او صحت په برخو کې د بېلابېلو پلي شويو پروژو یادونه کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې د تاريخي ابداتو په ساتنه کې به همکارۍ ته دوام ورکوي، تر څو دا برخه نوره هم پياوړې شي او د اړوندو مسايلو په اړه به د وزارت سره دوامداره همغږي ولري.

د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شيراحمد حقاني د ښه راغلاست تر څنګ د اروپايي ټولنې له همکاريو څخه مننه کړې او په افغانستان کې يې د رسنيو د وضعيت په اړه ویلي دي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيزې برخې پياوړتیا او د شته ستونزو حل ته متعهد دی او دا خپله اساسي دنده ګڼي، د اسلامي ارزښتونو او پاليسيو په رڼا کې خبریالانو ته د دوی حقوق ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت په بیا ځل حاکميت سره شاوخوا ۱۸۰ نويو رسنيزو ادرسونو او بنسټونو د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي دي، د خبريالانو مصونيت او خونديتوب تامين شوی دی او تر دې دمه د هېڅ ژورنالېست د مرګ راپور نشته.

ښاغلي حقاني ویلي، تاريخي ابدات د ملتونو ګډه شتمني ده، چې د ساتنې او بیارغونې په برخه کې يې د پام وړ کارونه ترسره شوي دي او راتلونکي کې به هم په دې برخه کې نور ګټور ګامونه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې وزارت هڅه کوي، تر څو اړوندو ادارو سره د تاريخي ابداتو د بیارغونې او ساتنې برخه کې ښه همغږي ولري.

همدارنګه ښاغلي وزیر ویلي، چې د اروپايي ټولنه او نورې اړوندې ادارې باید له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره دوامداره همکاري ولري، ترڅو د يادو اثارو ساتنه او بیا رغونه په مسلکي ډول ترسره شي.