ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ولادیمیر پوتین او احمد الشرع لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې کړي

د سوریې ولسمشر احمد الشرع په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکړه.

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» د راپور له مخې، دې لیدنه کې د سوریې او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د ستراتیژیکو همکاریو د لارو چارو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

احمد الشرع په دې لیدنه کې ویلي، سوریه یو نوي پړاو ته دننه شوې، چې په دغه پړاو کې د نړۍ او سیمې له قدرتونو په ځانګړې توګه له روسیې سره د سیاسي او ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې ده.

ورته مهال، ولادیمیر پوتین ټینګار کړی، چې روسیې هېڅکله د سوریې پر وړاندې په خپل دریځ کې محدودې ګټې او یا لنډمهاله سیاسي لاسته‌راوړنې نه دي لټولي.