په ډېرې خواشينۍ سره د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو په بريد کې د درېیو تنو کرېکټ لوبغاړو ( کبیر، صبغت الله، هارون ) په ګډون اته عام هېوادوال شهیدان او اووه تنه ټپیان شوي دي.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رهبري یاده پېښه په کلکو ټکو غندي او یو ستر بشري جنایت یې بولي، د ورزشکارانو او عامو خلکو په نښه کول هیڅ د توجیه وړ نه دي او د نړۍ په ټولو ملتونو کې دا ډول کړنه متفق علیه مردوده ده.
موږ پر نړیوالو ورزشي ادارو غږ کوو، چې له هرې ممکنې لارې وي، د پاکستاني پوځ دغه جنایت وغندي او د دوی پر وړاندې کلک اقدامات ترسره کړي.
د هېواد د ورزش ادارې رهبري د ورزشکارانو شهادت د افغانستان د ورزش لپاره ستره ضایع بولي او په یاده پېښه کې شهیدانو ته جنت الفردوس او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
الله تعالی ته دعا کوو، چې په یاده پېښه کې ټپيانو ته بېړنۍ روغتیا نصیب کړي.
إنا لله وإنا إليه راجعون

