ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان کرېکټ لوبغاړي: د ملکي وګړو او لوبغاړو شهیدانول یو وحشیانه عمل دی

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د پاکستاني ملېشو په وروستیو هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر شهادت ژوره خواشینې څرګنده کړې او د افغانستان کرېکټ بورډ د هغې پرېکړې هرکلی یې کړی، چې د پاکستان له کرېکټ لوبډلې سره یې راتلونکې سیالۍ لغوه کړې دي.

راشد خان ویلي: «زه د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په شهادت سخت خواشینی یم، دا هغه غمیزه ده چې د ښځو، ماشومانو او هغو ځوانو کرېکټ لوبغاړو ژوند یې واخیست، چې هیله یې لرله، په نړیوال ډګر کې د خپل ملت استازیتوب وکړي.»

نوموړي زیاته کړې، په ملکي تاسیساتو برید کول یو غیراخلاقی او وحشیانه عمل دی. دا ظالمانه او غیرقانوني کړنې د بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده او هېڅکله باید له پامه ونه غورځول شي.

دغه‌راز راشد خان د افغانستان کرېکټ بورډ د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د پاکستان پر وړاندې یې د راتلونکو سیالیو څخه د وتلو اعلان وکړ او ویلي یې دي، چې په دې سختو شېبو کې له خپلو خلکو سره ولاړ یم، زموږ ملي وقار باید تر هر څه مخکې وي.

همدارنګه د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي رحمن‌الله ګربز هم د پاکستاني ملېشو په وروستیو هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر شهادت ژوره خواشینې څرګنده کړې ده.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د خدای څخه نه وېردونکي هېواد (پاکستان) زموږ څو لوبغاړي په شهادت رسولي دي. له لوی رب نه ورته جنت الفردوس غواړم او متعال رب دې زموږ د هېواد ابدي دښمنان ذلیله کړي.»

په ورته مهال د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسی‌خېل هم د پاکستاني ملېشو په وروستیو هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر شهادت ژوره خواشینې څرګنده کړې ده.
محمد نبي عیسی‌خېل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شهادت خبر راته خورا دردوونکی و، چې د کرېکټ له یوې دوستانه لوبې وروسته د پاکستاني ملېشو د بې‌رحمانه برید ښکار شول. دا پېښه یوازې د پکتیکا نه، بلکې د ټول افغانستان د کرېکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی.»
نوموړي د دغو معصومو لوبغاړو کورنیو، دوستانو او د پکتیکا خلکو ته د زړه له کومي تسلیت وړاندې کړی او دعا یې کړې چې الله (ج) دې ټولو شهیدانو ته فردوس جنتونه او ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا ور په برخه کړي.

محمد نبي عیسی‌خېل زیاته کړې، موږ به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېر نه کړو.

دغه‌راز د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي فضل‌الحق فاروقي هم د پاکستاني ملېشو په وروستیو هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر شهادت ژوره خواشینې څرګنده کړې ده.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د ظالمانو له لوري د ملکي وګړو او زموږ د کورني کرېکټ لوبغاړو شهیدانېدل یو ستر، نه بښونکی جنایت دی. شهیدانو ته دې لوی خدای جنت الفردوس نصیب کړي او ظالمان دې الله ج ذلیل او په خپل قهر ګرفتار کړي. د لوبغاړو او ملکي وګړو شهیدانول افتخار نه، بلکې د بېغرتۍ وروستی حد دی. سر لوړی دې وي افغانستان!»