ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتیکا په ارګون کې د پاکستاني ملېشو برید؛ عیني شاهدان څه وايي؟

پاکستاني ملېشو تېر ماښام یو ځل بیا د پکتيکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې پر ملکي وګړو بریدونه کړي دي.

په دې بریدونو کې د ځايي کرېکټ لوبغاړي هم، چې د لوبې له ګټلو وروسته په یوه کور کې راټول شوي وو، په نښه شوي دي.

له دې برید څخه ژوندي وتلي کسان وايي، له لومړي برید وروسته، چې خلک د پېښې ځای ته ورټول شول، بل برید پرې وشو.

عیني شاهدان او ټپیان وايي، چې د پاکستاني ملېشو د بریدونو قربانیان ملکي وګړي او د کرېکټ لوبغاړي دي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی او د کرېکټ لوبغاړی میراجان، چې پاکستاني ملېشو یې پر کور برید کړی او خپله هم ټپي شوی، وايي: په کور کې ناست وم، چې برید وشو او هر څه ګډوډ شول.

د پېښې یو بل قرباني قدرت‌الله وايي، لمونځ مې کاوه، چې برید وشو. کله چې د مېلمنو خونې ته ولاړم، نور کسان هم ټپیان وو او کله مو یې چې د را ایستلو هڅه پیل کړه، دویم برید وشو.

نوموړی وايي، هغه کسان، چې برید پرې شوی، ټول مو د کرېکټ ملګري او د کورنۍ غړي وو.