ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر د سرپل لوړو زده ‌کړو موسسې له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه کړې

د لوړو زده ‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د سرپل لوړو زده کړو موسسې له استادانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي.

سرپرست وزیر د یادې موسسې د لابراتوارونو تجهیز، د کرنې پوهنځی څېړنیز فارم، د نیمه کاره ودانیو تکميل، د سیل بُر سیمې ترمیم او د شنې ساحې جوړولو وړاندیزونه منظور کړي او د یادې موسسې له مسولینو سره یې ژمنه کړې، چې د جیولوجي او معادن، کرنې او تعلیم او تربیې پوهنځیو ځینې ډيپارټمنټونه به د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته منظور کړي.

د سرپل لوړو زده ‌کړو موسسې رییس پوهنیار فرید احمد حفیظي ویلي؛ دا د اسلامي نظام برکت دی، چې د لومړي ځل لپاره د سرپل لوړو زده‌ کړو موسسې څخه د وزارت په کچه لومړی کس لیدنه کوي.

نوموړي د یادې موسسې پر لاسته راوړنو او ستونزو خبرې کړي او اړوند وړاندیزونه یې له سرپرست وزیر سره شریک کړي.

په پای کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د سرپل والي مولوي محمد يعقوب عبدالرحمن اکه او سرپل لوړو زده کړو موسسې د مسولینو په ملتیا د یادې موسسې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې.