د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان د دوحې په مذاکراتو کې پر سمدستي اوربند او د دايمي سولې او ثبات د ټینګښت د میکانېزمونو پر جوړولو هوکړه وکړه.
اعلامیه کې راغلي، چې دغه خبرې اترې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې دي.
د اعلامیې له مخې، دواړو هېوادونو دا هم ومنله چې په راتلونکو ورځو کې به تعقیبي ناستې ترسره کړي، تر څو د اوربند د دوام او د هغې د باوري او دوامدار پلي کېدو ډاډ ترلاسه شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دغه راز هیله څرګنده کړې، چې دا مهم ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ په فرضي کرښه کې د ترینګلتیا د پای ته رسېدو او د سیمهییزې دايمي سولې د بنسټ کېدو لامل شي.

