ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر د نړیوالو مرستو پر غوره مدیریت ټینګار کړی

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره وکتل.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزیر د غوره روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو او د مرستو په ګټور مدیریت ټینګار وکړ.

همداراز د یادو سازمانونو استازو ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم به له افغانستان سره د دوامدارې همکارۍ ته دوام ورکوي.