ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال او د ترکمنستان ملي رهبر د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړي پلاوي او د دوست هېواد ترکمنستان ملي رهبر ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف او مل پلاوي د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د ميزان مياشتې پر ۲۸مه نېټه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د ترکمنستان له ملي رهبر څخه مننه وکړه، چې د ټاپي پروژې د عملي چارو د لېدنې او په دې برخه کې د لا ډېرې همغږۍ په موخه یې افغانستان ته تشریف راوړی.

ملا عبدالغني برادر اخوند ټاپي د سیمه‌ییزې همکارۍ، اقتصادي یووالي او ګډې سوکالۍ رامنځته کېدو لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، چې اوس‌مهال یې په افغانستان کې عملي چارو ۱۴ کیلومتره پرمختګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت لیدلوری یوازې تر ټاپي پروژې محدود نه دی، بلکې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا په هدف کار کوي.

په دې دهلېز کې د ټاپ-۵۰۰ برېښنا د انتقال پروژه، د ریل پټلۍ جوړونه، سړکونه او لوجستیکي مرکزونه او نورې اقتصادي پروژې شاملې دي، چې اسلامي امارت یې د پلي کېدو، امنیت او دوام لپاره پوره ژمن دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز پر ترکمنستان او ټولو نړیوالو شریکانو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې له موجودو فرصتونو ګټه پورته او دلته پانګونه وکړي.

د ترکمنستان ملي رهبر د کابل او عشق اباد اړيکې پياوړې او د پراختيا په حال کې وبللې او له اسلامي امارت څخه يې مننه وکړه، چې د دغه مهمې سيمه‌ييزې پروژې د تطبيق لپاره يې پوره همکاري وکړه.

نوموړي وويل، ټاپي پروژه د ترکمن حکومت په لومړيتوبونو کې ده، چې د سيمې په اقتصادي ثبات کې به رغنده رول ولوبوي.

هغه زياته کړه، د ټاپي پروژې د تطبيق لپاره اوس‌مهال تر ټولو ښه شرايط برابر شوي او په سيمه کې يوازينۍ پروژه ده، چې نړيوال ملاتړ له ځان سره لري.

قربانقلي بردي محمدوف همداراز وويل، ترکمنستان به په خپل ټاکلي وخت د ټاپي پروژې چارې بشپړې کړي، چې افغانستان به په کلني ډول ترې شاوخوا يو ميليارد ډالر عوايد ولري.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې د تقابل او غیرې اصولي کړنو پر ځای دې په متقابل احترام ولاړو اړیکو ته مخه وکړي او د هېوادونو ملي حاکمیت، غرور او ملت ته دې په سپکه سترګه نه ګوري.