ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند هرات کې د اوسپنې ويلې کولو یوې کارخونې دويم فاز پرانيست

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات په صنعتي پارک کې د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو کارخونې د دويم فاز پرانيسته وکړه.

په یاده پرانست‌غونډه کې ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره سيمه ييزو او د نړۍ ډېرى هېوادونو له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره عملي ګامونه اخيستي او دا هڅې د لا پراخېدو په حال کې دي.

 ښاغلي برادر اخوند زیاته کړې؛ اسلامي امارت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په همدې موخه يې په کور دننه د برېښنا توليد او وارداتي برېښنا لويې پروژې پيل کړې دي.

 نوموړي یو ځل بیا پر ټولو پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

 د یادونې وړ ده، چې د یادې کارخونې په دويم فاز ۲۰ ميليون ډالر پانګونه شوې او په ورځني ډول د ۵۰۰ټنه اوسپنې د پروسس وړتيا لري.