د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د روزګان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت مسولينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له کبله يې دواړو خواوو اوږدې ستونزې درلودې.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې راپورته شوې دښمنۍ له امله يوه مېرمن وژل شوې وه، چې دواړو طرفونو ته يې لویې ستونزې او بد بيني پيدا کړې وې.
دغه وزارت زیاته کړې، چې مسوولينو په خپل منځګړيتوب سره لومړۍ ياده موضوع وڅېړله او بيا يې د شريعت له مخې د دغو کورنيو ترمنځ د عادلانه پرېکړې په کولو سره هغوی پخلا کړل او دښمني يې په دوستي وربدله کړه.
د یادونې وړ ده، چې ښکېلو خواوو د دغه دښمنۍ په پای ته رسېدو خوښي څرکنده کړې او د اسلامي امارت له مسوولينو څخه په مننې کولو سره يې ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به دا ډول کړنو ته زړه ښه نه کړي.

