ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند په کابل کې خپله ډیپلوماټیکه استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړه

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هند په کابل کې خپله ډیپلوماټیکه استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړه.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه پرېکړه له افغانستان سره د دوه اړخیزه همکاریو د پیاوړتیا لپاره د هند ژمنتیا ښکاره کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هند سفارت به له افغانانو سره د بشري مرستو او ظرفیت جوړونې په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړې.