ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د سياسي شنونکو د ستاينې غونډه وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دغه وزارت له لوري په هېواد کې د وروستیو پېښو په تړاو د سیاسي چارو د شنونکو د فعالیتونو او ملاتړ د ستاینې غونډه وشوه.

په دې اړه جوړې شوې غوڼده کې د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شيراحمد حقاني، د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد، ریيسانو او ګڼ شمېر سياسي شنونکو ګډون کړی و.

 شيخ شيراحمد حقاني وویل، په هېواد کې د ورستيو پېښو په اړه لکه څنګه چې په کار وه، ټول ملت په يووالي سره له نظام ملاتړ وکړ، نړۍ ته يې په ډاګه کړه، چې افغان ملت يو واحد ملت دی، هېڅ چاته اجازه نه ورکوي، چې په هېواد يې تېری وکړي.

دغه راز نوموړي د افغانستان اسلامي امارت له ټولو رسنیو او د سیاسي چارو له شنونکو څخه د هغوی د فعالیتونو له امله مننه وکړه.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې دې ملت په یووالي سره د هر ډول اشغال پر وړاندې له خپل هېواد څخه دفاع کړې ده.

نوموړي وویل، اسلامي امارت د نړۍ له زبرځواکونو سره د یوه ازاد او مستقل نظام په توګه مذاکرات کړي او د ملت له حقونو یې په مېړانې دفاع کړې ده، چې له امریکايي پلاوي سره د بندیانو د تبادلې بریالي مذاکرات یې د یادونې وړ دي.

 د خپرونو چارو مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سياسي شنوونکو او رسنيو څخه په کلکه ملاتړ کوي، په هېواد کې هغه رسنۍ چې اسلامي او افغاني ارزښتونه مراعتوي، په خلاص لاس فعاليت لري، یاد وزارت يې په هر ډګر کې ملاتړ کړی دی.

سياسي شنونکو هم د خپلو وینا پرمهال وویل، په خپل ټول توان سره د هېواد له هر لوېشت خاورې دفاع خپل اسلامي او افغاني مسؤليت بولي او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت نظامي ځواک په ډېرې مېړانې سره د تېري ځواب ورکړ، داسې ځواب چې د هېواد په تاريخ او ټولو نظامونو کې يې مثال نشته.

همدارنګه، سیاسي شنونکو خپلې غوښتنې او نظریات له مسوولینو سره شریک کړل او د مسوولینو له لوري هم د هغوی نظریات په ورین تندي واورېدل شول.