ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پهلوانۍ پینځه کسیزه لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، چې د پهلوانۍ پینځه کسیزه  لوبډله د نویو ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته روانه شوه.

په دغه لوبډله کې د پهلوانۍ ملي فدارسیون رییس قاري حیات‌الله رحماني، یو روزونکی او درې لوبغاړي شامل دي.

د نویو ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالۍ، چې په ۲۷ ورزشي رشتو کې به ترسره شي، له افغانستان څخه به نږدې ۵۰ ورزشکاران په اتو ورزشي رشتو کې سیالۍ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د بحرین په کوربه‌‌توب د ۴۵ هېوادونو په ګډون نن( د اکتوبر ۲۲مه) پیلېږي او تر ۳۱ مې نېټې به دوام وکړي.