استانبول کې د اسلامي امارت سوداګریزې اتشې سید حماد هاشمي د ترکیې د قالینو صادرونکو ټولنې له رییس او د رهبرۍ شورا له غړو سره وکتل.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دغه کتنه په ۲۰۲۶ زیږدېز کال کې په استانبول ښار د قالینو نړیوال نندارتتون د جوړولو لپاره د لا غوره همکارۍ او همغږۍ لارو چارو د ارزونې په موخه ترسره شوې.
د افغانستان سوداګریزې اتشې په دغه نندارتون کې د فعاله ګډون لپاره د افغان شرکتونو د چمتووالي ډاډ ورکړ.
ورته مهال، د ترکیې د قالینو د صادرونکو ټولنې غړو د افغان شرکتونو د چمتووالي هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د اړینو اسانتیاوو د برابرولو برخه کې همکاري کوي.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ته هم په دغه نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړل شوه.

