اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې پاکستاني ادارې هغه اقدام وغنده چې له اېکس ادارې یې غوښتي و څو د افغاني رسنۍ «طلوع نیوز» یو خبر حذف کړي.
یاد وزارت د اعلامیې په خپرولو سره په هېوادونو غږ کړی، چې د رسنیو د ازادۍ اصل ته پام وکړي او د افغانستان د رسنیو په اړه ناسم ذهنیت خپور نکړي.
یاد وزارت زیاته کړې، د افغانستان رسنۍ د هېواد د قوانینو او د بیان ازادۍ په چوکات کې فعالیت کوي او هېڅوک حق نه لري، چې پر وړاندې یې دریځ ونیسي.

