د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حمیدالله تمکین د ترکیې په انقره ښار کې د هند جمهوریت د سفارت فرهنګي آتشې ښاغلي راجبیر سینګ سره لیدنه کړې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حمیدالله تمکین د افغانستان او هند ترمنځ له تاریخي او فرهنګي اړیکو څخه د خوښۍ څرګندونه کړې او د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکاریو د لا پراختیا پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
نوموړي د افغانستان او هند د ولسونو ترمنځ د پخوانیو تمدني، ژبني او هنري اړیکو یادونې ته په اشارې ویلي، دغه ګډ ارزښتونه کولای شي د فرهنګي، علمي او ښوونیزو برخو کې لا پیاوړو اړیکو لپاره ښه زمینه برابره کړي.
ښاغلي تمکین د افغانستان له فرهنګي برخو سره د هند د جمهوریت د تلپاتې همکارۍ، ملاتړ او پاملرنې څخه مننه کړې او زیاته کړې ېې ده، چې افغانستان دا مهال د فرهنګي او د خپلو ملي او تاریخي ارزښتونو د بیا راژوندي کولو په یو نوي پړاو کې دی او د دوستو هېوادونو، په ځانګړي ډول د هند فرهنګي همکاریو هرکلی کوي.
ښاغلي راجبیر سینګ هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي اتشې هڅې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې ستایلي او ویلي یې دي، هند تل ځان د افغانستان د ولسونو ترڅنګ بولي او چمتو دی، چې له افغانستان سره په فرهنګي، ښوونیز، هنري او تاریخي میراثونو برخو کې لا زیاتې همکارۍ وکړي.
همدارنګه په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د فرهنګي پلاوو په تبادلې، د ګډو فرهنګي او هنري پروګرامونو د جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

