ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابریږي

د یو شمېر اماراتي ادارو د چارواکو په ګډون یو پلاوی ننګرهار ته سفر کړی او د دغه ولایت له والي او سیمه ییزو چارواکو سره یې د پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو او د تورخم د لارې د ستونزو د هواري په موخه لازمو تدابیرو نیولو په موخه لیدنه کړې.
یاد پلاوی د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د عامې روغتیا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو او یو شمېر اړوندو اداراتو د چاراکو په شتون کې ننګرهار ته سفر کړی دی.
ياد پلاوي له ملا محمد نعيم اخند سره د ليدنې پر مهال د خپل سفر موخه څرګنده کړې او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره يې د لازمو اسانتياوو او تدبيرونو د برابرولو غوښتنه کړې.
د ننګرهار والي یاد پلاوی ته ډاډ ورکړی، چې د کډوالو د راستنېدو په برخه کې د ننګرهار سیمه ییزه اداره له اړوندو ادارو سره همکاري کوي.
 د امیرالمؤمنین حفظ الله له لارښوونې سره سم، یاده کمېټه په ننګرهار او نورو ولایتونو کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه او نورو اړینو اسانتیاوو د برابرولو دنده په غاړه لري.