ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا په سیالیو کې نيپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا اتلولي سیالیو کې خپله څلورمه لوبه له نيپال څخه د ۳ – صفر میدانونو په توپیر وګټله.

افغان ملي لوبډلې له خپلو تېرو درې سياليو څخه يوه سيالي له مالديف څخه ګټلې او دوې نور يې د سريلانکا او ترکمنستان پر وړاندې بايللې دي.

افغان لوبډله به خپله پينځمه لوبه کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۷مه د کوربه بنګله‌دېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د بنګله‌دېش هېواد په کوربه‌توب د دې هېواد په پلازمېنه ډاکه ښار کې د شپږ هېوادونو په ګډون د روانې اکتوبر مياشتې پر ۲۲مه نېټه پیل شوې او د همدې مياشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.