ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې بې مسولیته بللي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، افغانستان ته د پاکستان د دفاع وزیر له خوا د ښکاره جګړې ګواښ “پوره بې مسولیتي” ده.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، خواجه اصف له افغانستان او د پاکستان له پښتنو سره په دښمنۍ مشهور دی او پوښتلي یې دي، ایا دا ښه نظریه ده چې د یوه شخص احساسات پاکستان جګړې خواته بوځي؟

همدا راز نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د دواړو هېوادونو په زیان بللې او د خبرو له لارې یې د مسایلو پر حل ټینګار کړی دی.