ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د وروستیو پېښو پر مهال د رسنیو د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د ورستیو پیښو په اړه د رسنیو فعالیتونو د ستایلو په موخه د بېلابېلو اژانسونو، رسنیزو بنسټونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو له مسولینو سره غونډه وشوه.

 په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېخ شیر احمد حقاني، د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني، د وزارت نشراتي برخې رییسانو، د اژانسونو، رسنیزو بنسټونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو استازو او خبریالانو ګډون کړی وو

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر شېخ شیر احمد حقاني په اوسني عصر کې د رسنیو پر مهم رول خبرې کړې دي او ویلي یې دي، هېواد کې پوره امن قایم شوی، د اسلامي امارت د پالیسیو په رڼا کې ټولې رسنۍ د هېواد په ټولو سیمو کې په ډاډه زړه فعالیتونه ترسره کوي.

دغه‌راز نوموړي له خبریالانو غوښتي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او پرمختګونه رسنیز کړي، چې د ټولو ګډ مسولیت دی.

ښاغلي حقاني د دغو مسولیتونو د غوره ترسره کولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ټولو رسنیو سره پوره همکارۍ او ملاتړ ته چمتو ده، دغه ډول ناستې به په راتلونکي کې هم جوړې شي.

همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي ویلي، د وروستیو پیښو پرمهال هېواد کې رسنیو د نظام له نورو برخو سره اوږه په اوږه دښمن ته مناسب ځواب ورکړ. هېواد مو تازه له شخړو او ناخوالو څخه خلاص شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، هېواد مو تازه له شخړو او ناخوالو څخه خلاص شوی، اسلامي امارت هڅې کوي، چې د سرحداتو، اسلامي او ملي ارزښتونو څخه په پوره توګه ساتنه وکړي، ولسونو لپاره بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، نو د ټولو امارتي او خصوصي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو څخه هیله کیږي، چې د تېر په څیر په راتلونکي کې هم د نظام له نورو برخو سره په پوره یوالي سره کار وکړي، ترڅو هېواد مو په ټولو برخو کې له نورو هېوادونو سره سیال شي.

بل لوري د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعیم‌الحق حقاني د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په استازولۍ د وروستیو پېښو پر مهال د رسنیو له فعالیتونو مننه کړې ده.

د غونډې په لړ کې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو په خپلو ویناوو کې افغانستان د ټولو ګډ کور وباله او ډاډ یې څرګند کړ، چې د خپل اسلامي اوهېوادنۍ مسوولیت له مخې د تېر په څېر د اسلامي نظام مسولینو سره په هر حال کې اوږه پر اوږه کار کولو ته چمتو دي.