ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې معیاري پروسس او بسته بندۍ د صادراتو کچه لوړه کړې

ځینې خصوصي شرکتونه وايي؛ سږ يې اسټرالیا، هالنډ، جرمني، دوبۍ او سعودي عربستان ته د لس میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰۰ ټنه وچه مېوه صادره کړې، چې د پروسس او بسته بندي چارې يې له نړیوالو معیارونو سره سمې  په کور د ننه د افغاني کارکوونکو له لوري ترسره شوې دي.

د دې شرکتونو مسولین هیله مند دي، چې د روان کال ترپایه به لسګونه ټنه نوره وچه مېوه هم صادره کړي.

د ابابیل خصوصي شرکت، چې د اسیا تر څنګ اروپايي مارکیټونو ته له هېواده وچه مېوه صادروي وايي، چې په روان لمریز کال کې يې اسټرالیا، هالند، جرمني، دوبۍ او سعودي عربستان ته د لسو میلیونو ډالرو په ارزښت ۳۰۰ ټنه وچه مېوه صادره کړې.

یاد شرکت یو شمېر مېرمنو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده.

وړاندې له دې له افغانستانه صادرېدونکې مېوې د پروسس او بسته بندي په برخه کې ګڼې ستونزې درلودې.

د دې شرکت مسولین وايي، چې اوس يې په کور د ننه د پروسس او بسته بندي چارې د نړيوالو معیارونو سره سم پرمخ وړل کېږي او بیا نړیوال مارکېټ ته صادرېږي او دې چارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راوستلی دی.

سږ کال له افغانستانه نړیوال مارکیټ ته د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات شوي او اسلامي امارت وايي؛ په پلان کې لري چې د کال تر پایه د دوو میلیارده ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.