ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ مذاکرات؛ پاکستاني لوری د شاتګ په تکل کې دی

د اسلامي امارت پلاوي د افغانستان او پاکستان تر منځ په روانو مذاکراتو کې پوره هڅه کړې، چې رغنده خبرې وکړي خو پاکستاني لوری په دې نیت نه ښکاري.

دا چې د پاکستان په پوځ کې هغه ځانګړې کړۍ د خبرو اترو مخه ډب کوي، پاکستاني لوری صلاحیت نه لري او د مذاکراتو پر مېز د دلایلو د وړاندې کولو پر ځای شاتګ ته ترجیح ورکوي.

بل لوری اسلامي امارت د خبرو او واقعبینانه تګلارې درلودونکی دی. په دې خبرو کې د افغانستان دریځ دا دی، چې افغانستان نه شي کولای په پاکستان کې د بریدونو مخه ډب کړي او یا د ټي ټي پي استازولي وکړي، دا د پاکستانه خپله کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده او باید خپل مشکل پخپله حل کړي.

اسلامي امارت روښانه کړې، یوازې هغه څه چې د افغانستان حکومت یې مسولیت لري، له افغان خاورې څخه چاته اجازه نه ورکوي، چې د نورو پر وړاندې وکارول شي او له نورو څخه هم غواړي چې سنجیده، منطقي او معقولې غوښتنې ولري.