ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر سعودي عربستان ته سفر وکړ

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان د روغتیا د وزیر په رسمي بلنه یاد هېواد ته رسمي سفر وکړ.

د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د روغتیايي همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا، تجربو شریکولو او د ګډو هڅو زیاتول ښودل شوي دي.

مولوي نور جلال جلالي به د دې سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر، د ګېټس بنسټ له استازو، د ایمرو موسسې له مسولینو او د شاه سلمان خیریه او بشري مرستو بنسټ له استازو سره جلا جلا کتنې او خبرې اترې وکړي.

همداراز نوموړی به د اتم نړیوال روغتیايي نندارتون په مراسمو کې، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د روغتیایي سکټور متخصصین، د خیریه بنسټونو استازي او د نړیوالو سازمانونو غړي ګډون کوي، هم برخه واخلي.