ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغانستان زېمبابوې ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د درېیو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د ۵۳ منډو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې لړۍ لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

 د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپ‌وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغان لوبډلې په ټاګل شویو ۲۰ اورونو کې، د ابراهیم ځدران ۵۲، رحمن الله ګربز ۳۹، عضمت الله عمرزي۲۷، صدیق الله اتل ۲۵ او شاهدالله کمال د ۲۲ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

په دې پاڼۍ کې زېمبابوې لپاره سکندر رضا درې ، بلېسېنګ مزرباني دوه او براډ ایوانز یو افغان لوبغاړی وسوځول.

پر وړاندې یې زېمبابوې د ټاکل شوي هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۲۷ منډې وکړې او د ۵۳ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

بلخوا بیا د افغان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې  مجیب الرحمن ځدراڼ څلور، عظمت الله عمرزي درې او عبدالله احمدزي دوه لوبغاړي وسوځول.

عظمت الله عمرزی په ۲۷ منډو او درېیو ویکټو د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله به خپله دویمه سیالي د اکتوبر میاشتې پر ۳۱مه نېټه ترسره کړي.