د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون غونډه وکړه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د اسمایي غره اړوند پر راډیو او تلویزیون انتنونو باندې د لګول شویو لوحو په اړه له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره لازمه همغږي وکړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د هرې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ستونزې او نیمګړتیاوې، د کمېسیون له تایید وروسته، د کابل ښاروالۍ کلتوري ریاست او د کسب کارانو خونې له لارې د کابل ښار هټۍ لرونکو او کسب کارانو له اړوندو اصنافو سره شریکې شي او د حل او اصلاح لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د غونډې په لړ کې د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون راپورونه (د بهرنيو اصطلاحاتو او لغتونو لپاره د بديلو کلمو موندلو اړوند) وڅېړل شول او د تکثیر پرېکړه یې وشوه، چې دغه راپورونه، د شته توپيرونو سره، د کابل ښاروالۍ ناحيو او ولایتونو سره د پلي کولو او تکثیر په موخه شریک شي.

