د امریکا او چین تر منځ د سوداګریز کړکېچ له اوج ته رسېدو سره هممهاله د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په سویلي کوریا کې مذاکرات پيل کړل.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او چینايي سیال یې شي جین پینګ مذاکرات د بندو دروازو تر شا د سویلي کوریا په پلازمېنه سیول کې روان دي.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا او چین مشران له ۶ کلونو وروسته لیدنه سره کوي، تر څو د نړۍ د دوو سترو قدرتونو تر منځ د روانې سوداګریزې جګړې د بندولو پر احتمالي هوکړه خبرې وکړي.

