ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي د قزاقستان له صنعتي، کرنیزو او سرحدي سیمو څخه لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین په ملتیا د دغه هېواد له صنعتي، کرنیزو او سرحدي سیمو څخه لیدنه کړې.

د دې لیدنې پرمهال نورالدین عزیزي له سیمه‌ییزو او د خصوصي سکتور له مسولینو سره خبرې کړي او دواړو لوریو د ترانزیت د چټکتیا پر اهمیت، د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره د ګمرکي پړاوونو پر ساده کولو او د افغانستان، قزاقستان او د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې حجم پر زیاتوالي ټینګار کړی.

نورالدین عزیزي ټینګار کړی، افغانستان کولای شي، په مېکانیزه کرنه کې د قزاقستان له تجربو څخه په ګټه اخیستنه هېواد کې ورته ظرفیتونه رامنځته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه سفر موخه په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي همکاریو پراختیا ښودلې ده.