د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او پوهنې وزارت ترمنځ په ښوونیزو مرکزونو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو ګډ هوکړهلیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړهلیک د لاسلیک کولو په غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال شيخ عبدالمالک حــقاني، د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ د یادې ادارې رهبري غړو، د پوهنې وزارت ستر سلاکار نجیب الله کامران او ورسره پلاوي ګډون کړی و.
د غونډې د پیل په مراسمو کې مولوي احمدالله وثیق د پوهنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورزش په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ورزش د ملتونو او هېوادونو ترمنځ د یووالي ښه وسیله او سمبول دی.
ښاغلي وثیق وویل: “له دغه هوکړه لیک څخه مو موخه دا ده، چې په ښوونځيو کې د ځوانانو د صحت، جسمي پیاوړتیا او ودې لپاره لا زیاته زمینه برابره کړو.”
نوموړي ډاډ ورکړ، چې په ټولو ښوونځيو او دیني مدرسو کې به زده کوونکو ته د ورزش کولو ښه زمینه برابره کړي، دوی ته به په ورزشي برخه کې مسلکي زده کړې ورکړي او هغه څه یې چې په توان کې وي له دوی سره به یې شریکوي.
مولوي احمدالله وثیق همداراز له پوهنې وزارت وغوښتل، چې په دغه برخه کې له ځوانانو سره پوره مرسته وکړي ترڅو د ورزش او ذهني پیاوړتیا په مرسته په ښوونیزه برخه کې لا زیات پرمختګ وکړي.
د غونډې پر دوام د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال شيخ عبدالمالک حــقاني د بدني روزنې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او د ورزش له ادارې يې مننه وکړه، چې د ځوانانو د جسمي او فکري پیاوړتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
ښاغلي حـقاني وویل، چې المپیک او ورزش اداره، د افغانستان اسلامي امارت او نور هېوادونه سره همفکره کوي او په نړیواله کچه د یووالي استازي دي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د ورزش اداره د ورزش له لارې په نړۍ کې د اسلامي ثقافت ښه استازولي کوي او د اسلامي ارزښتونو او اسلامي ثقافت ښه تمثیل وړاندې کوي.
ښاغلي حـقاني همداراز ژمنه وکړه، چې ورزش اداره او پوهنې وزارت به له یو بل سره ګډه همکاري کوي او په هره برخه کې به له دواړو ادارو سره شته امکانات په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کوونکو په واک کې ورکوي.
د یادونې وړه ده، چې د دغه دوه اړخیز هوکړه لیک له مخې به دهېواد د ورزش اداره او پوهنې وزارت په ښوونځیو او دیني مدرسو کې د زده کوونکو لپاره د بدني او فکري روزنې په برخه کې بېلابېل سمینارونه او ورزشي پروګرامونه چمتو کوي، ترڅو د زده کوونکو لپاره د ذهني تفرېح او بدني روزنې سبب وګرځي.

